دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د بېړنۍ وضعیت مسوول سره وکتل

mail-admin
Wed, Feb 01 2023 2:30 PM
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د بېړنۍ وضعیت مسوول سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د ملګرو ملتونو د بېړنۍ وضعیت رییس ښاغلی رین پاولسین او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو چارواکو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د څارویو د خوراکي توکو وېش، د بڼوالۍ او مالدارۍ کڅوړو وېشل، د افغانستان بزګرانو او مالدارانو ته د څارویو د واکسینونو د برابرولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړل او مستحقو بزګرانو او مالدارانو ته د مرستو رسولو په پار دکرنې وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.
په دې کتنه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري بزګرانو او مالدارانو ته د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ، او د ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل، چې د څارویو د مړینې د مخنیوي په برخه کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو چمتو کولو په موخه دکرنې وزارت سره همکاري وکړي.
دغه راز دکرنې وزیر په زېربنایي برخو کې د ملګروملتونو د پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ او د ملګرې ملتونو له چارواکو وغوښټل، ترڅو په بنسټيزو برخو لکه دکرنیزو محصولاتو د ساتنې په پار د سړوخونو پر جوړولو تمرکز وکړي.

دیدار وزیر زراعت با مسوول وضعیت اضطراری سازمان ملل
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با رین پاولسین رییس وضیعت‌های اضطراری  و انعطاف پذیری سازمان ملل و ریجارد ترانچارد رییس سازمان خوارکه و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار کرد.
مسوولان سازمان ملل در مورد فعالیت‌های شان در بخش‌ توزیع تخم‌های اصلاح شده و کود کیمیاوی، مواد خوراکه حیوانی، توزیع بسته‌های مالداری و باغداری، فراهم نمودن واکسین حیوانات برای دهقان و مالداران افغانستان به وزیر زراعت معلومات اراییه کردند و خواستار همکاری وزارت زراعت در رساندن کمک‌ها برای دهقان و مالدارن مستحق شدند. 
در این دیدار مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مورد فراهم نمودن سهولت‌های بیشتر و دهقان و مالدارن تاکید کرده و از سازمان‌ ملل خواست تا در بخش جلوگیری از تلفات مواشی و فراهم نمودن مواده خوراکه حیوانی برای مالدارن با وزارت زراعت همکاری نمایند.
همچنان وزیر زراعت تاکید بر تطبیق پروژه‌های سازمان ملل دربخش‌های زیربنایی کرده و از مسوولان سازمان ملل خواست تا در بخش‌های بینادی با دهقانان و مالدارن مانند احداث سردخانه‌ها برای نگهداری محصولات زراعتی شد.‌

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS