د ننګرهار کانال ریاست: د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې بشپړ شول

mail-admin
Mon, Jan 16 2023 2:56 PM
د ننګرهار کانال ریاست: د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې بشپړ شول

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو پراختیا ادارې «UNDP» په مالي اود «Islamic Relief » مؤسسې په تخنیې همکارۍ د یاد رایست اړوند د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار والي مولوی ملا محمد نعیم اخند په پاملرنې او د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام ارحمن کظیم په هڅو د ننګرهار کانال د لوی نهر هغه سیمې چې د تېرو سېلابونو له وجې تخریب شوي دي، د محافظتي دېوال رغول او سنکارۍ چارې بشپړ شوي دي. 
د چارواکو په خبره په دې پروژه کې، ۸۰۰ متر مربع پاک کارۍ، د ۲۶۶ مترو په اوږدوالی د استنادي دېوال رغول، ۹۶۰ متره فرش، ۶۱ متره آر.سي.سي، ۱۱۸۸ متر مربع انګاف، ۴۰۰ مترمربع پي.سي.سي، ۱۶۹۸ مترمکعب ډکون، ۵۴۰۰ مترمکعب کمپیکشن شامل و، چې ټولیز لګښت یې پنځه نیم میلیونه افغانیو ته رسېږي.
په دې پروژو پنځه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او شاخوا شل ورځې وروسته به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. 
د اسلامیک ریلیف موسیسې د ابادۍ پروګرام یو تن مسوول هجرت الله امیري په وینا د ذکر شویو سیمو د ترمیم او رغولو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه اوکورونه به د سېلابونو له ګواښه په امن شي.
د امیري په وینا ددی پروګرام له لارې شاوخوا۳۹۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه او نږدې ۲۵ زره هېوادوال به ترې برخمن شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS