د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اوونیزه غونډه

user-admin
Mon, Jan 16 2023 1:48 PM
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اوونیزه غونډه


۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی خپله اوونیزه غونډه د دغې کمیټې د رییس په مشرۍ جوړه کړه.
دغه غونډه چې د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې جوړه شوې وه په کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د عدلیې وزارت له خوا د مسترد شویو دوسیو په هکله هم خبرې وشوې او د لوګر ولایت دمرکز اړوند هوني سفلا د سیمې د اسناو څېړلو په پار، چې په غصب شوې ځمکه کې ودانۍ جوړې شوي دي د لوګر د حج او اوقافو رییس مولوی فضل الکریم په مشرۍ پلاوی وټاکل شو، چې مشخصات یې په جدول کې درج او د پاتې اجراآتو لپاره بیاځلې مرکزي کمېسیون ته ولېږل شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هغو اداراتو پر غصب شویو ځمکو چې د ځینو کړیو له خوا غصب شوي دي هم خبرې وشوې او وویل شو، چې د اداراتو چارواکي دې، ټاکل شوې پلاوی ته په مکتوبي توګه معلومات وړاندې کړي ترڅو د ځمکې نوعیت او محدوده څرګند کړي.
په همدې حال کې په دې غونډه کې د راتلونکې ۱۴۰۲ ام کال د کاري پلان په هکله هم هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS