د ننګرهار کانال ریاست: ۱۲۳ جریبه ځمکه د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال شو

mail-admin
Thu, Dec 08 2022 1:31 PM
د ننګرهار کانال ریاست: ۱۲۳ جریبه ځمکه د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال شو

۱۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې کانال اړوند په ۱۲۳ جریبه ځمکه کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړې دي، یو په بل پسې د عملي کېدو په درشل کې دي. ښه بېلګه يې دا ۱۲۳ جریبه ځمکه د اوبوخور د څاڅکو سیستم عملي کول دي.»
ښاغلی کظیم وویل: «دلته په هډې فارم کې اوسمهال په ۴۲۶ جریبه ځمکې د اوبه خور د څاڅکو سیستم چې د افغانستان په کچه به په دومره لویه پیمانه لومړی ځل وي عملي کېږي ، ورسره سم به په نږدې راتلونکې کې د ټول کانال ځمکې په همدې سیستم وپوښل شي.»
د څا څکو يا ډراپ په لارې اوبه لگول د زیاتو اوبو د ضایع کېدو مخنیوي کوي، په دې طریقې سره په کم وخت کې زيات شمېر نباتات اوبه کېداي شي، په ځانګړي توګه د هغو ونو او نباتاتو د پاره چې په کتار کرل کېږي مناسبه طريقه ده. 
د څاڅکې په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر منځ د مناسب انډول د ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري. 
همدارنګه  د څاڅکو  په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼې، تنې او ميوې نه لندېږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمېږي.
دغه راز کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې، آ فت وژونکي ا و نورکيمياوي مواد د څاڅکې په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډېره اغېزمنه توگه استعمالېداى شي.
د یادو ګټو ترڅنګ د هرزه بوټو د ستونزې کمښت او د کرنیزو فعالیتونو مناسب ترسره کول ددې سیسټم نورې ګټې دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS