د برک مؤسسې چارواکو دکرنې مسلکي مرستيال ته ددې مؤسسې راپور وړاندې کړل
۱۳ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۶ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
په افغانستان کې د برک مؤسسې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم ته د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې او د خپلو راتلونکو فعاليتونو په هکله خبرې وکړې.
د برک مؤسسی عملياتي رئيس سیف الله سیفي ددې مؤسې د تېرو فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړه او زياته يې کړه چې ياد فعاليتونه په راتلونکې کې هم ادامه ورکو:"په پنځو برخو کې کار کوو؛ کرنه، معارف، کرموندند، او طبيعي پېښو، اوس راغلی يو چې د راتلونکو فعاليتونو په پار له تاڅو څخه اجازه واخلو او خپل فعاليتونه پيل کړو".
په پای کې ښاغلی صدراعظم دوی ته ډاډ ورکړل چې دکرنې وزارت په ټولو سيمو کې له يادې ادارې سره همکاري کوي او په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نلري.
ددې مؤسسې مالي ملاتړ کوونکی(UNDP) دی او څو کاله کېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت کوی.