د پکتيکا ګيان ولسوالی ته د کرنې د سرپرست وزیر سفر

user-admin
Fri, Jun 24 2022 9:57 AM
د پکتيکا ګيان ولسوالی ته د کرنې د سرپرست وزیر سفر


۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد او له پنځو وزارتونوڅخه ورسره مل پلاوی،  د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالی سيمه ييزو چارواکو او اوسيدونکو سره په کتنه کې، دوی ته ډاډ ورکړل چې اسلامي امارت تل د دوی ملاتړ کوي.
دکرنې وزارت سرپرست په دې ليدنه کې زيانمنو سره د مرستې په پار په مرکز او ولايتونو کې د امکاناتو د برابرولو په پار داميرالمؤمنين فرمان بيان کړ او دغه راز د هر شهيد لپاره د ۱۰۰ زره او هر ټپي لپاره د ۵۰ زره افغانۍ د ورکړې په موخه د رئيس الوزرا پيغام زيانمنو ته ورسول.
مولوی عبدالرحمن د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه او زخميانوته د خدای ج له لوی دربار څخه دعاجلې شفأ غوښتنه وکړه. د اسلامي امارت په استازيتوب ښاغلی راشد له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د لومړنيو مرستو تر بشپړېدو وروسته د ګيان په ولسوالی کې د زلزلې له وجې ويجاړ شوې کرنيزې زېربناوې او تاسيسات او جوماتونه بيارغول کېږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS