هغه کرنيزې زېربناوې چې د وروستي طبيعي پېښې له امله زيانمن شوي دي بيارغول کېږي

user-admin
Fri, Jun 24 2022 9:12 AM
زیربناهای زراعتی که در حادث طبیعی اخیر متضرر شده بازسازی می‌گردد


۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عبدالرحمن راشد، د پکتيکا د برمل په ولسوالۍ کې د زلزلې او وروستيو سېلابونو څخه له زيانمنو کورنيو سره د ليدنې په ترڅ کې له دوی سره ژمنه وکړه، چې د لومړنيو مرستو تر بشپړېدو وروسته هغه کرنيزې زېربناوې، چې په دې پېښه کې ويجاړې شوي دي بيارغول کېږي.
د کرنې وزارت سرپرست، چې د وروستيو سېلابونو او زلزلې زيانمنو کورنيو سره د مرستې په پار پکتيکا ولايت ته سفر کړی دی، له زيانمنو سره د خواخوږي په ترڅ کې له دوی سره ژمنه وکړه، چې د لومړنيو مرستو تر بشپړېدو وروسته چې په کې د خوراکي توکو او نورو لومړنيو تجهيزاتو وېشل شامل دي ارزونه کوي، چې په دې پېښه کې د اوبولګولو څو کانالونه، څو بڼونه او نور کرنيزې زېربناوې ويجاړې شوي دي، چې بيا ورغول شي.
زيانمنو کورنيو د اسلامي امارت د چارواکو له پر وخت پاملرنې او مرستې رسونې څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS