جوزجان کې یوزر او ۶۲۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي

mail-admin
Sat, Oct 02 2021 10:06 AM
جوزجان کې یوزر او ۶۲۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي

۱۰ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۵/صفر/۱۴۴۳ هـ.ق
د ا.ا.ا د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ د شبرغان د ځنګل باغ د بیارغونې په موخه ددې ولایت یوزر او ۶۲۰ کسان ګمارل کېږي.
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، عشر او زکات مسوول، قاري عبیدالله او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مسوول د خپلو کاري برنامو او فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او د شبرغان له ځنګل بڼ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل د یوزر او ۶۲۰ کارګرانو دګمارنې په هکله وویل، چې له دې ډلې ۵۰۰ یې د منګجک په ولسوالۍ کې، ۵۰۰ د مردیان په ولسوالۍ کې، ۵۰۰ د شبرغان او ۶۲۰ نور یې د شبرغان ځنګل باغ او د یادو ولسوالیو د قوریو او ویالو پاکولو کې ګمارل کېږي.
په همدې حال کې، د «ORD» له لارې هم د شوبي افغانیه، یکه‌باغ، صوفی‌قلعه، افغان‌تپه، سالمزان او شبرغان ځنګل باغ کې ۲۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
 د جوزجان ولایت د کرنې مسوول د یادې موسسې له کارونو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ د شبرغان په ځنګل باغ کې د جدي او لا ډېرو کارونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS