غور کې د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
![غور کې د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/131145718_3887745494583355_8019241559209311404_o.jpg)
۲۴لیندۍ ۱۳۹۹
د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په لسو ولسوالیو کې په ټولیزه توګه د کچالو ۳۲۶زېرمتونونه، د پیازو ۲۰ زېرمتونونه او د مڼو ۲۰ سړې خونې جوړیږي، چې له دې ډلې د کچالو د ۲۰۰ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه پروژې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په لاره اچول شوي دي.
د یاد ریاست په خبره د کچالو او پیازو د پاتو نورو زېرمتونونو رغنیزې چارې هم ۸۵تر۹۵ سلنه بشپړ شوي دي. دغه راز په دې ولایت کې د مڼو د ۲۰ سړوخونو رغنیزې چارې هم ۶۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې یې د وزارت په سپارښتنه د پسرلي په فصل کې پیلیږي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د غور ولایت په کچه د نویو کرنیزو پروژو په لاره اچول، د سلګونو کاري فرصتونو او د کرنیزو محصولاتو د یوې لویې برخې د زېرمه کولو زمینه برابره کړې ده.