بامیان کې د مڼو د ۱۰ سړوخونو رغنیزې چارې ډېر ژر بشپړیږي

mail-admin
Tue, Oct 13 2020 3:06 PM
کار ساخت ۱۰ سردخانه‌ی سیب در بامیان به زودی به پایان می‌رسد
 
۲۲ تله ۱۳۹۹
د بامیانو په ولایت کې د مڼو د ۱۰ سړوخونو رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه سړې خونې، د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې په اډانه کې جوړیږي.
یاد سړې خونې د بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړیږي.
دغه سړې خونې هر یوه یې د ۲۵ مټریک ټنه مڼو د ساتنې وړتیا لري.
د کچالو ترڅنګ مڼې هم د بامیان عمده کرنیز محصولات دي. روان کال په بامیان کې نږدې ۳۰ زره ټنه مڼې تولید شوي دي.
دغه سړې خونې، چې نوي جوړیږي کولای شي، چې د بامیان ولایت د بڼوالو ۲۵۰ مټریک ټنه اضافي مڼې خوندي وساتې او کله چې په بازار کې مڼو ته د خلکو تقاضا زیاته شوي بازار ته یې وړاندې کړي، چې د بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل کیږي.

 

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS