کندهار ته د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر؛ د کندهار د کرنیز کمپلکس د جوړولو په پار د ځمکې ستونزه هواریږي

content_admin
Thu, Jul 09 2020 8:31 AM
کندهار ته د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر؛ د کندهار د کرنیز کمپلکس د جوړولو په پار د ځمکې ستونزه هواریږي
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري؛ د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس د یوې پلاوې په مشرۍ، چې د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیاوې واحد، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت استازي، او د سوداګرۍ خونې استازی په کې ګډون درلود، د کندهار ولایت د کانونو او پانګونې خونې او یوشمېر سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو سره وکتل، ترڅو ددې ولایت د کرنیز کمپلکس د جوړولو په پار د ځمکې ستونزه وارزوي او حل لار ورته پیدا کړي.
په ورته وخت کې د کرنیز کمپلکس د ځمکې د ستونزې د هوارولو په پار، یاد پلاوې ددې کمپلکس د جوړېدو له سیمې لیدنه وکړه او له سیمه ییزو چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د کرنیز کمپلکس د اهمیت په هکله خبرې وکړې او وویل: د ځمکې ستونزه وارزول شوه، حل لاره پیدا شوې او د ستونزې د هوارولو په پار د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندیز کیږي.
ښاغلی غفوري وویل، چې کندهار یو کرنیز ولایت دی او د کرنې وزارت هم ددې ولایت لپاره بېلابېل بنسټیزې پروژې او نور موارد په پام کې نیولي دي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال وویل، چې د کندهار کرنیز کمپلکس د خصوصي سکټور په پانګونې او د حکومت په ملاتړ سره جوړیږي. کوم کرنیز کمپلکس چې جوړیږي، سړې خونې، مجهز لابراټوار، د پروسس مرکزونه او ټول هغه اسانتیاوې چې اړین دي په کې شامل دي.
په همدې حال کې د کندهار والي حیات الله حیات، کندهار ته ددې پلاوې له سفر څخه د مننې ترڅنګ وویل، دوی چمتو دي، چې د کمپلکس د ځمکې د ستونزې په هوارولو کې مرسته وکړي، ځکه یاد کمپلکس د کندهار د صنعت کارانو ستونزې هواروي.
په همدې توګه د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې مشر سعدالدین سعید خبرې وکړې او وویل، چې د نوي کمپلکس جوړېدل، د سوداګرو او صنعت کارانو ستونیزې هواروي، ځکه په دې کمپلکس کې محصولات پروسس او تولیدات معیاري کیږي.
دغه راز په یوه بېله غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او ور سره مل پلاوې له خوا د کندهار د پانګوالو او په ځانګړې توګه د کرنې په سکټور کې د سوداګر او پانګوالو ستونزې او ننګونې وارزول شوې.

 

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS