د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

mail-admin
Mon, Oct 19 2026 3:17 PM
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له لوی رییس محمد آدم حامد او د یادې مؤسسې له تخنیکي همکارانو سره په کتنه کې، د همکاریو د پراختیا او د کرنې په سکټور کې د پراختیايي پروژو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس، د هېواد د کرنې سکټور د ملاتړ په برخه کې د «سي‌اراس» مؤسسې د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې لوی رییس محمد آدم حامد، د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مؤسسه به په ۲۰۲۷ زېږدیز کال کې د کرنې وزارت په همغږۍ او د یاد وزارت له لومړیتوبونو سره سم، یو شمېر پراختیايي پروژې پلې کړي.
الحاج مولوي عبدالعلي عمري ډاډ ورکړ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په چوکاټ کې، د هېواد د کرنې سکټور د پراختیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.
نوموړي همداراز د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤولینو وغوښتل، چې خپل پراختیايي فعالیتونه پراخ کړي او په راتلونکو پلانونو کې هغو ولایتونو ته زیاته پاملرنه وکړي، چې تر دې مهاله یې له پراختیايي پروژو څخه لږه ګټه اخیستې ده.


رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد
۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و همکاران تخنیکی این مؤسسه، درباره گسترش همکاری‌ها و هماهنگی پروژه‌های انکشافی در سکتور زراعت گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت از فعالیت‌ها و تلاش‌های مؤسسه CRS در راستای حمایت از سکتور زراعت کشور قدردانی کرده و بر تداوم همکاری‌ها و هماهنگی میان دو طرف تأکید نمود.
در همین حال، محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه CRS در افغانستان، از همکاری وزارت زراعت در زمینه امضای تفاهم‌نامه‌ها قدردانی کرده و گفت که این مؤسسه در سال ۲۰۲۷ میلادی، در هماهنگی با وزارت زراعت و مطابق با اولویت‌های این وزارت، شماری از پروژه‌های انکشافی را تطبیق خواهد کرد.
الحاج مولوی عبدالعلی عمری اطمینان داد که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در چارچوب پالیسی‌ها و استراتیژی‌های امارت اسلامی افغانستان، آماده هرگونه همکاری و هماهنگی با مؤسسات همکار برای توسعه سکتور زراعت کشور می‌باشد.
وی همچنان از مسؤولان مؤسسه CRS خواست تا فعالیت‌های انکشافی خویش را گسترش داده و در برنامه‌ریزی‌های آینده، ولایت‌هایی را که کمتر از پروژه‌های انکشافی بهره‌مند شده‌اند، بیشتر مورد توجه قرار دهند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS