د غزني د کرنې رییس: د بزګرانو او قوریه‌دارانو د ستونزو حل ته به لازم اقدامات وشي

mail-admin
Thu, Oct 08 2026 12:27 PM
د غزني د کرنې رییس: د بزګرانو او قوریه‌دارانو د ستونزو حل ته به لازم اقدامات وشي

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د مرکز یو شمېر قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او د قوریه‌دارانو د اتحادیې رییس، د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي محمد اسماعیل «شکیب» سره وکتل او د کرنې، بڼوالۍ او قوریه‌دارۍ په برخو کې یې د شته ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او د قوریه‌دارانو استازي خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نوموړي سره شریک کړل. دوی د کرنیزو پروژو د تطبیق، د بڼوالۍ د پراختیا او ملاتړ، د قوریه‌دارانو د ستونزو د حل او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د کرنې ریاست د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د دوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې ریاست هڅه کوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو په همکارۍ د کرنې او مالدارۍ د پروژو د پلي کېدو زمینه برابره او د بزګرانو او قوریه‌دارانو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د کرنې، بڼوالۍ او قوریه‌دارۍ د برخو پیاوړتیا د کرنیز تولید د زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو لپاره مهمه ده او په دې برخه کې د سیمه‌ییزو خلکو، قومي مشرانو، قوریه‌دارانو او بزګرانو همکاري او همغږي ارزښت لري.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیز سکتور د پراختیا، د بزګرانو د ملاتړ، د بڼوالۍ د ودې او د قوریه‌دارۍ د پیاوړتیا په موخه د اړوندو ادارو، همکارو مؤسسو او سیمه‌ییزو خلکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي. د ورته ناستو له لارې د بزګرانو او قوریه‌دارانو ستونزې او اړتیاوې په مستقیم ډول راټولېږي او د حل لپاره یې د اړوندو ادارو له لارې د اقداماتو زمینه برابرېږي.
په پای کې د کرنې د سکتور د لا پراختیا، د بزګرانو او قوریه‌دارانو د ستونزو د حل او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د کرنې ریاست، قومي مشرانو، قوریه‌دارانو او بزګرانو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS