ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
Mon, Sep 14 2026 4:50 PM

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د بټي کوټ او روداتو ولسوالیو له ۲٤ تنو بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
د معلوماتو له مخې، هر بزګر ته دنیم جریب ځمکې لپاره څلور کیلوګرامه د شفتلې اصلاح شوی تخم،شپږ کیلوګرامه توره سره او ۱۴ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه. همدارنګه د کرنیزو فعالیتونو د لا ښه ترسره کولو په موخه هر بزګر ته یوه بېلچه، تسکوره، لور او پنجې هم ووېشل شوې.
د یادو مرستو موخه د اقلیم بدلون سره دمناسبې کرنې او د قدرتي سرچینو څخه  سالمه استفاده، د مالدارانو لپاره د څارویو د اړتیا وړ علوفی برابرول، د لبني محصولاتو د کچې لوړول، د اړمنو مالدارو بزګرانو ملاتړ او د هغوی د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.
د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو او اړینو وسایلو وېش کولی شي د بزګرانو د تولید کچه لوړه او د مالدارۍ په برخه کې د څارویو د تغذیې ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي، چې ورسره د کورنیو عایدات او اقتصادي ثبات هم پیاوړی کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS