د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

mail-admin
Sun, Aug 23 2026 2:58 PM
بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې د کندز د کرنې ریاست فعالیتونه او کاري وضعیت وڅېړل شو او د مالي او اداري چارو دښه‌والي، تدارکاتو، عشر او زکات، د مخابراتي انتنونو د تثبیت او څرنګوالي، د ځمکو د چارو او نورو اړوندو برخو په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته، د روڼتیا په تامین، د اداري او مالي چارو پر غوره تنظیم، د کارکوونکو او مراجعینو ستونزو ته پر حل‌لارو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو پر مخ وړلو ټینګار وکړ.
نوموړي دغه راز د کاري بهیر د ښه‌والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې او له مسوولینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د مسوولیت په احساس او لا زیاتې هڅې سره هېوادوالو ته اغېزمن او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.
د کندز د کرنې ریاست چارواکو هم د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د خدماتو د ښه کولو لپاره د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS