د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

mail-admin
Mon, Aug 17 2026 4:18 PM
وزیر زراعت افغانستان در رأس هیئت ۱۳ نفری به بلاروس سفر کرد

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون په دویمه غونډه کې د ګډون په موخه، د بلاروس د رسمي بلنې پر اساس دغه هېواد ته سفر وکړ.
په دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند، مالیې، بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو استازي، همدارنګه د امارتي شرکتونو او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت استازي شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې افغان پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د بلاروس له چارواکو سره د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زمینې د برابرولو په اړه خبرې اترې وکړي.
د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون دا سفر او غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS