د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Aug 03 2026 10:32 AM
د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د حیواني کلینیکونو او د مرغدارۍ درملتونونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره کړه.
د دغې څارنې اساسي موخه د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او تاریخ‌تېرو درملو او واکسینونو د پلور مخنیوی، د کلینیکونو او درملتونونو د قانوني جوازونو ارزونه، د مسلکي اصولو د مراعات ډاډمنول، او مالدارانو او د چرګانو روزونکو ته د معیاري، خوندي او اغېزمنو وترنري خدمتونو د وړاندې کېدو تضمین و.
د څارنې پر مهال هغه کلینیکونه او درملتونونه چې د فعالیت قانوني جواز یې نه درلود، یا یې د جواز اعتبار پای ته رسېدلی و، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې ورته د جواز د ترلاسه کولو او یا د نوي کولو سپارښتنې وشوې. همدارنګه وترنر ډاکترانو او د درملتونونو مسؤلینو ته لازمې مسلکي لارښوونې ورکړل شوې، ترڅو د غیرمعیاري او تاریخ‌تېرو درملو او واکسینونو له پلور او د غیرمسلکي کسانو له ګمارنې څخه په کلکه ډډه وکړي او خپل فعالیتونه د نافذه قوانینو او مسلکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي.
د څارنې په لړ کې یو شمېر تاریخ‌تېر درمل هم وموندل شول، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري راټول او ضبط شول. په همدې تړاو مسؤلینو ته جدي سپارښتنې وشوې، ترڅو د درملو د اعتبار مودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په راتلونکي کې د تاریخ‌تېرو درملو له ساتنې او پلور څخه په بشپړه توګه ډډه وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د ورته دوامدارو څارنو او نظارتي پروګرامونو له لارې به د حیواني او مرغدارۍ روغتیايي خدمتونو کیفیت لا لوړ، قانوني فعالیتونه پیاوړي او مالدارانو او د چرګانو روزونکو ته د باور وړ، معیاري او خوندي وترنري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS