د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

mail-admin
Tue, Jul 28 2026 4:07 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو د چارو د پرمختګ څارنه وکړه او د دې پروژې د بشپړولو په چټکتیا یې ټینګار وکړ.
ددې لیدنې پرمهال د کرنې وزارت د مالدارۍ او څارویو روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» ستر سلاکار نجیب الله امیرزی هم د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوله.
مولوی صدر اعظم عثماني د کار د پرمختګ د کتنې پر مهال، قراردادي شرکت او اجرایوي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د ساختماني، تجهیزاتو نصبولو او د فابریکې تخنیکي توکو انسټالېشن پروسه په ډېر جدي توګه تعقیب کړي او په لنډ ممکن وخت کې یې عملي کړي.
د ریشخور د لبنیاتو فابریکه په یوه کاري ورځ کې د ۴۰ زره لیتره شېدو او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰زره لیتره شېدو پروسس کولو ظرفیت لري. دا فابریکه به ۱۲ ډوله لبني محصولات تولید کړي او د کابل ولایت او ګاونډیو ولایتونو د مالدارانو څخه د شېدو راټولولو او پروسس کولو ته زمینه برابره کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دې فابریکې په بشپړېدو سره به د لبني محصولاتو د ارزښت زیاتوالي، د شېدو د پلور بازار پیاوړي کولو، د مالدارانو ملاتړ او د پخوا په پرتله د هېواد د لبنیاتو صنعت پراختیا لپاره به لا زیاته  زمینه برابره شي.


معین زراعت و مالداری از روند پیشرفت کار فابریکه لبنیات ریشخور نظارت کرد
۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند پیشرفت کار نصب تجهیزات فابریکه لبنیات ریشخور کابل بازدید و بر تسریع تکمیل این پروژه تأکید کرد.
در این بازدید، مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت و نجیب‌الله امیرزی مشاور ارشد سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) نیز حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن بررسی روند پیشرفت کار، به شرکت قراردادی و مسئولان اجرایی هدایت داد تا روند اعمار، نصب تجهیزات و انستالیشن فابریکه را با جدیت بیشتری دنبال کرده و در کوتاه‌ترین زمان ممکن به بهره‌برداری برسانند.
فابریکه لبنیات ریشخور ظرفیت پروسس ۴۰ هزار لیتر شیر را در یک وقت کاری و ۱۰۰ هزار لیتر شیر را در مدت ۲۴ ساعت دارد. در این فابریکه ۱۲ نوع محصول لبنی تولید خواهد شد و زمینه جمع‌آوری و پروسس شیر مالداران ولایت کابل و ولایت‌های همجوار را فراهم می‌کند.
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند با تکمیل این فابریکه، زمینه افزایش ارزش افزوده محصولات لبنی، تقویت بازار فروش شیر، حمایت از مالداران و توسعه صنعت لبنیات کشور بیش از پیش فراهم خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS