کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
Wed, Jul 22 2026 3:42 PM
کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو په جلا عملیاتو کې د ۱۱ کارټنه پاکستاني کرنیزو درملو او ۳۰ ګامېښو د قاچاق مخه ونیوله.
د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په سیمه کې د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو ۱۱ کارټنه بېلابېل کرنیز درمل کشف او ضبط کړل، چې غوښتل کېدل د هلمند د بارمچې له لارې په یوه ۵۸۰ عراده موټر کې په ناقانونه توګه کندهار ښار ته ولېږدول شي.
همدارنګه، د سپین بولدک ولسوالی پر فرضي کرښه امنیتي مسؤلینو د ۳۰ ګامېښو د قاچاق مخه ونیوله، چې غوښتل کېدل په غیرقانوني ډول کندهار ته انتقال شي.
د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو وویل، په نیول شویو توکو کې د کرنیزو نباتاتو د ساتنې بېلابېل ډول درمل شامل دي، چې له قانوني قرنطیني او کیفیتي ارزونې پرته یې هېواد ته د داخلېدو او بازار ته د رسېدو هڅه کېده.
ورته مهال، د مالدارۍ آمریت مسؤلینو ټینګار وکړ چې د قاچاقي څارویو د انتقال مخنیوی د حیواني ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د هېواد د مالدارۍ سکتور د خوندیتوب لپاره اړین اقدام دی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې قاچاقي کرنیز توکي او یا هم څاروي په ناقانونه توګه کندهار ته انتقال کړي. د هغوی په وینا، د اړوندو امنیتي ادارو په همغږۍ به د قاچاق د مخنیوي لپاره څارنه او قانوني اقدامات لا هم په جدي توګه دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د همدې ریاست د قرنطین مسؤلینو د پاکستان څخه کندهار ته د ۹ کارټنه کرنیزو درملو د قاچاق مخه نیولې وه، چې دا د ناقانونه وارداتو پر وړاندې د دوامدارو هڅو څرګندونه کوي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د نباتي قرنطین او مالدارۍ په برخه کې د قانون پلي کولو او د نباتي او حیواني ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د قاچاقي کرنیزو توکو او څارویو پر وړاندې خپلې څارنې او کنټرولي هڅې لا پیاوړې کړې دي.


از قاچاق داروهای زراعتی و گاومیش‌ها در کندهار جلوگیری شد
۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار از جلوگیری از قاچاق ۱۱ کارتن داروهای زراعتی پاکستانی و ۳۰ رأس گاومیش در عملیات جداگانه خبر داد.
بر اساس معلومات این ریاست، مسئولان قرنطین مدیریت حفاظت نباتات، ۱۱ کارتن انواع داروهای زراعتی را در ساحه باغ‌پل ناحیه هفتم شهر کندهار کشف و ضبط کردند. این داروها قرار بود از مسیر بارمچه ولایت هلمند، به‌گونه غیرقانونی توسط یک موتر نوع ۵۸۰ به شهر کندهار انتقال داده شود.
همچنین نیروهای امنیتی ولسوالی سپین‌بولدک در امتداد خط فرضی، از انتقال غیرقانونی ۳۰ رأس گاومیش به ولایت کندهار جلوگیری کردند.
مسئولان قرنطین مدیریت حفاظت نباتات گفتند که داروهای ضبط‌شده بدون طی مراحل قانونی قرنطین و ارزیابی کیفیت، قصد ورود به بازار را داشتند. همچنین مسئولان بخش مالداری تأکید کردند که جلوگیری از انتقال غیرقانونی مواشی، نقش مهمی در پیشگیری از شیوع بیماری‌های حیوانی و حفاظت از بخش مالداری کشور دارد.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار تأکید کرده است که به هیچ فردی اجازه انتقال غیرقانونی داروهای زراعتی و مواشی به این ولایت داده نخواهد شد و با هماهنگی نهادهای امنیتی، نظارت و اقدامات قانونی برای جلوگیری از قاچاق به‌گونه جدی ادامه خواهد یافت.
قابل یادآوری است که حدود یک ماه پیش نیز مسئولان قرنطین این ریاست از قاچاق ۹ کارتن داروهای زراعتی از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده بودند. مسئولان ریاست زراعت می‌گویند که به منظور تطبیق قانون در بخش قرنطین نباتی و مالداری و جلوگیری از گسترش بیماری‌های نباتی و حیوانی، نظارت و کنترل بر قاچاق داروهای زراعتی و مواشی را بیش از پیش تقویت کرده‌اند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS