د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي او د کروندو د ښه مدیریت په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
Sun, Jul 19 2026 8:53 AM
د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي او د کروندو د ښه مدیریت په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ترویج مدیریت کارکوونکو د ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې بزګرانو او بڼوالو ته د کرنیزو ناروغیو د مخنیوي، د کروندو د اغېزمن مدیریت او د حاصلاتو د کیفیت د لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
په دغو روزنو کې ګډونوالو ته د کروندو د منظمې اوبولګونې، د کیمیاوي او عضوي سرو د مناسب استعمال، د هرزه واښو د کنټرول، نرمکارۍ، د کورنیو درملو د جوړولو او د نباتي ناروغیو د څرګندېدو پر مهال د کیمیاوي درملو د خوندي او پر وخت استعمال په اړه عملي او نظري معلومات وړاندې شول.
همدارنګه بزګرانو ته د سبو د اصلاح شویو تخمونو د کرلو، د اوبولګونې د سمو لارو چارو، د ناروغیو د مخنیوي، د حاصلاتو د راټولولو، درجه‌بندۍ، بسته‌بندۍ، بازارموندنې او نورو اړوندو کرنیزو موضوعاتو په اړه هم هر اړخیزې لارښوونې وشوې.
د دې روزنیز پروګرام موخه د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د کرنیزو ناروغیو او افتونو کمول، د باکیفیته او روغتیایي محصولاتو تولید، د بازار غوښتنو ته ځواب ویل او د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا او پر ځان بسیاینې ته زمینه برابرول دي.
د ننګهار د کرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو دوام به د کرنیز سکتور په پرمختګ، د حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو د عاید په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS