هندي سیال سره د افغانستان د کرنې وزیر لیدنه؛ د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار

mail-admin
Thu, Jul 09 2026 8:25 PM
دیدار وزیر زراعت افغانستان با همتای هندی؛ تأکید بر توسعه همکاری‌های زراعتی

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر، شیوراج سینګ چوهان، سره وکتل او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه د هند د کرنیزو څېړنو په مرکز کې، چې په نوي ډیلي کې موقعیت لري، ترسره شوه. دواړو لورو د کرنیزو څېړنو، اصلاح شویو تخمونو، مالدارۍ، د اوبو د اغېزمن مدیریت او ګټورې استفادې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د لېږد، د ظرفیت لوړونې او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې د همکاریو پر پراخولو د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت له مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزیر هم د افغانستان د پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې د ودې، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا، د تجربو او کرنیزو ټکنالوژیو د لېږد او د دوه‌اړخیزو همکاریو د دوام او لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS