د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Jul 06 2026 8:37 AM
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني کلینیکونو او وترنري درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د مالدارانو لپاره د معیاري، خوندي او باکیفیته وترنري خدمتونو د وړاندې کولو، د حیواني روغتیا د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د نافذه قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو په موخه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د حیواني کلینیکونو او درملتونونو بېلابېلې برخې وارزول شوې، چې په کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او کلینیکونو د پاکوالي ارزونه، د فعالیت جوازونو څېړنه او د وترنري خدمتونو د کیفیت ارزونه شامله وه.
د دې څارنې اساسي موخه د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخنیوی، مالدارانو ته د قانوني نسخو د ورکړې دودول، د خپل‌سرو او غیرقانوني درملتونونو د فعالیتونو مخنیوی او د غیرمعیاري درملو او واکسینونو د پلور او واردولو کنټرول دی.
د څارنې په پایله کې هغو کلینیکونو ته، چې د فعالیت جوازونه یې پای ته رسېدلي وو او یا یې قانوني جواز نه درلود، سپارښتنه وشوه، چې ژر تر ژره خپل جوازونه ترلاسه او یا یې نوي کړي.
همدارنګه وترنر ډاکټرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو په خپلو درملتونونو کې د غیرمسلکي کسانو له ګمارنې، د بې‌کیفیته درملو او واکسینونو له پلور او واردولو او هر ډول غیرقانوني فعالیتونو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د حیواني کلینیکونو او وترنري درملتونونو څارنه به په دوامداره توګه ترسره کړي، ترڅو مالدارانو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې شي، د حیواني روغتیا خوندیتوب ډاډمن او د مالدارۍ سکټور لا پیاوړی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS