د کرنې وزارت له‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
Mon, Jun 15 2026 11:37 AM
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حمیدالله حبیبي ګډون درلود، د کرنې وزارت له‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حمیدالله حبیبي ګډون درلود، د کرنې وزارت له‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست له‌خوا ياد وزارت ته د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالی کې په (۱۰۵۰۷) جريبه ځمکه د مسو د راايستلو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حمید الله حبيبي ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS