د ننګرهار دکرنې ریاست: جلال‌آباد ښار کې پر یوشمېر راستنو شوو او کونډو کورنیو د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Jun 03 2026 3:37 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: جلال‌آباد ښار کې پر یوشمېر راستنو شوو او کونډو کورنیو د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې په همکارۍ، د جلال‌آباد ښار د اتمې ناحیې ۲۵ راستنو شوو هېوادوالو او کونډو کورنیو ته د چرګانو روزنې او ساتنې اړین وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د پروګرام له مخې هرې ټاکل شوې کورنۍ ته د چرګانو د ساتنې لپاره یوه مرغانچه له دروازې سره، دوه جالۍ لرونکې کړکۍ، دوه د اوبو لوښي، دوه د دانې لوښي، پنځه متره جالۍ، موزې، ماسک او دستکشې ورکړل شوې دي، ترڅو د چرګانو د روزنې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې په راتلونکو پړاوونو کې به هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې چرګان او ۱۵۰ کیلوګرامه متراکمه خوراکه هم ووېشل شي، څو د کورنیو لپاره د عاید یوه دوامداره سرچینه برابره او د کوچنۍ کچې مالدارۍ فعالیتونه پیاوړي شي.
د ننګرهار د کرنې رییس په وینا، د دغو مرستو موخه د راستنو شوو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د چرګانو روزنې له لارې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د مالدارۍ سکتور پراختیا او په سیمه کې د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د کرنې ریاست د مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د کلیوالو او اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ورته پروګرامونه پلي کوي، چې له لارې یې د عایداتو د زیاتوالي ترڅنګ د مالدارۍ او کرنې سکتور د ودې لپاره هم عملي ګامونه پورته کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS