خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه

user-admin
Sat, May 16 2026 1:29 PM
خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالی بزګرانو ته د سویابینو د کرکېلې په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې بزګرانو ته د سویابینو د کرکېلې مهم تخنیکونه، د تخم د کرلو مناسب وخت، د ځمکې چمتو کول، د سرې استعمال، او د حاصلاتو د ښه والي لارې چارې په عملي او نظري ډول تشریح شول.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د همدې پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرانو ته د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې، څو د هغوی حاصلات لوړ او کرنیز عواید یې زیات شي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د کروندګرو د ظرفیت لوړولو او د عصري کرنې د ترویج په موخه به ورته پروګرامونه دوامداره وساتي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS