د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, May 14 2026 10:19 AM
111

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو حاصلاتو د پیاوړتیا په موخه ۱۵۰ تنو مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې اړوند تشویقي کیټونه ووېشل شول.
دغه مرستې د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» تر عنوان لاندې د ډاکار مؤسسې له لوري، د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ ترسره شوې، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
یاد پروګرام تېره چهارشنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غویي میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره شو. په دې لړ کې هغو بزګرانو ته یاد کیټونه ووېشل شول، چې له دې وړاندې ورته د هوږې تخم، تورې سرې او سپینې سرې هم ورکړل شوې وې.
د چارواکو په وینا، دغه کیټونه د هوږې د خیشاوې، راټولولو او بازار ته د لېږد په موخه برابر شوي وو، څو بزګران وکولای شي خپل محصولات په اسانه او معیاري ډول مدیریت کړي.
په وېشل شوو کیټونو کې بېلچې، د هوږې د راټولولو جالۍ، بازار ته د انتقال بوجۍ، پلال‌کش او د خیشاوې رمبي شامل وو.
د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته بزګرانو خپله خوښي څرګنده کړه او د میدان وردګو د کرنې ریاست او ډاکار مؤسسې څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه. هغوی همداراز غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې ورته نورې مرستندویه او پرمختیايي پروګرامونه هم پلي شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS