د ننګرهار دکرنې ریاست: د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو  دحل په موخه د یوشمېر ولسوالیو له مسوولینو سره ناسته وشوه

mail-admin
Sun, May 10 2026 9:38 AM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو  دحل په موخه د یوشمېر ولسوالیو له مسوولینو سره ناسته وشوه

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د کرنیزو خدمتونو امر انجینر غافر الله کانوال په ملتیا د لعلپورې او مهمندرې ولسوالیو د مسؤلینو او مدیرانو سره د د بزګرانو ستونزو په نښه کولو، حل لارو، ځمکو غصب مخنیوي، ځنګلونو ساتنه، متوازن پرمختګ، بڼوالۍ پراختیا، اوبو ښه مدیریت، مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل د بزګرانو ستونزو په نښه کولو په موخه یي ولسوالیو  ته د سفرونو لړۍ پیل کړي او هڅه کوي، چې په ولسوالیو کې د بزګرانو، مالدارانو او خپلو کارکوونکو ستونزې په نښه او د حل یو مناسبه لاره ورته ولټول شي.
ښاغلي محمد د ولسوالیو د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات کارکوونکو ته د مسؤلینو اطاعت او د کرنې وزارت د کړنلارې مطابق د اجراتو ترسره کولو سپارښتنې هم وکړي.
د دواړو ولسوالیو ولسوالانو هم د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د ننګرهار دکرنې رییس له لورې د حل ډاډ ورکړل شو.a

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS