د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
Mon, May 04 2026 9:53 AM
د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ کې به یې غوره ورایټۍ بزګرانو ته وروپېژندل شي.
په همدې موخه د کندهار د کرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب د کوهکران څېړیز فارم کې له بېلابېلو تجروبو او فعالیتونو څخه لېدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد فارم چارواکو په څېړنیز فارم کې د روانوفعالیتونو، تجاربو او په فارم کې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل.نوموړې وویل، چې په فارم کې د غله جاتو، سبو، تېلي او صنعتي نباتاتو په لسګونه نوعو څېړنې روانې دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب په څېړنیز فارم کې په روانو فعالیتونو خوښې وښوده او په ځینو برخو کې یي مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
کوهکران څېړنیز مرکز جوړېدو څخه تر اوسه دمختلفو نباتاتو لسګونه نوعوکرلو سپارښتنې بزګرانو ته شوي، چې ددې ولایت د اقلیم سره مناسبې او پر حاصله وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS