د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, May 02 2026 12:53 PM
د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د هالنډ کمېټې مسوول د خپلې څلور کلنې پروژې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په ځانګړې توګه یې د مالدارۍ په برخه کې د خپلو روانو او راتلونکو فعالیتونو په اړه رڼا واچوله. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې ۱۳ حیواني کلینیکونه پلان شوي، چې ټاکل شوې ده په ۲۰۲۶ کال کې به ۵ کلینیکونه په لرو پرتو ولسوالیو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.همدارنګه، د موسسې مسؤل په یو شمېر ولسوالیو کې د پروژو د عملي کار د پیل خبر هم شریک کړ.
په پای کې، د پکتیکا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر د هالنډ کمېټې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ریاست به له یادې کمېټې سره په ټولو برخو کې هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتو وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS