کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

mail-admin
Sun, Apr 26 2026 3:53 PM
کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په سیمه کې د ۱۵ کارټنه کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیوله.
د قرنطین مسؤلینو په وینا، په دغو نیول شویو درملو کې د کرنیزو نباتاتو بېلابېل ډولونه شامل وو، چې غوښتل یې په پټه او غیرقانوني ډول د هلمند له بارمچې لارې کندهار ته انتقال کړي. هغوی زیاته کړه، چې د امنیتي ارګانونو په همکارۍ دغه درمل د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې ونیول شول، ضبط شول او وروسته د قانوني اجراآتو لپاره د کندهار ګمرک ریاست ته وسپارل شول.
مسؤلین ټینګار کوي، چې د کرنیزو درملو ناقانونه واردات کولای شي د کرنې سکټور، د خلکو روغتیا او چاپېریال ته جدي زیانونه ورسوي، له همدې امله به د ورته مواردو پر وړاندې خپل نظارتونه لا پسې سخت کړي.
د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې هم د همدې مسؤلینو له خوا له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۵۰ کیلوګرامه ککړو غوښو د قاچاق مخه نیول شوې وه، چې دا د ناقانونه توکو پر وړاندې د دوی د جدي مبارزې څرګندونه کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS