د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Tue, Apr 21 2026 9:29 AM
د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره پروګرامونو په لړ کې د مرکز لښکرګاه د کاریز سیمې یو شمېر کروندګرو او بڼوالو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي په اړه روزنه وړاندې کړه.
په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د انارو مچ، د غنمو کفشک حشرې، د بانجانو چنجی، نباتي کنو، نباتي شپږیو، د ریښه خوړونکي چنجی، د مېوې مچ او نورو زیانمنو حشراتو د پېژندنې او مخنیوي په اړه معلومات ورکړل شول. همداراز، د افتونو پر وړاندې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په اړه عملي سپارښتنې شریکې شوې.
مسلکي کارکوونکو ټینګار وکړ چې کروندګر دې تر ډېره د افتونو د کنټرول لپاره له میخانیکي او وقایوي لارو چارو څخه کار واخلي او د کیمیاوي درملو له خپل‌سري استعمال څخه ډډه وکړي، ځکه دا درمل د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي او په سبو، مېوو او اوبو زیرمو کې جذبېږي، چې د انسانانو او حیواناتو لپاره بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کولی شي.
هغوی زیاته کړه، چې د اړتیا پر مهال دې یوازې انتخابي او غیر مضره درمل وکارول شي، څو په محصولاتو کې لږ جذب ولري او چاپېریال ته یې زیان کم وي. همدارنګه، بزګرانو ته سپارښتنه وشوه، چې تر درملنې مخکې وقایوي تدابیر عملي کړي، هرزه واښه له منځه یوسي، مقاوم تخمونه وکري، پر وخت عضوي او کیمیاوي سرې وکاروي او منظمې اوبه ورکړي.
د یادو لارښوونو په عملي کولو سره به بزګران وکولی شي، چې باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي او خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS