پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

mail-admin
Wed, Apr 01 2026 3:45 PM
پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د کاري اسانتیاوو او پیاوړتیا په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام اړوند د عشر او زکات لوی ریاست له لوري ۱۵عرادې موټرسایکیلونه ووېشل شول.
د یادو موټرسایکیلونو په ورکړې سره به د ولسوالیو اړونده چارواکي وکولای شي خپلې کاري چارې په چټکۍ، اسانۍ او ښه همغږۍ سره ترسره کړي. همدا ډول د یادو وسایطو پر مټ به د عشراو زکات راټولول، څارنې او تنظیم چارې لا منظمې او اغېزمنې شي، همدا شان مسؤلین به وکولای شي، چې لرو پرتو سیمو او کلیو ته په اسانه سره تګ راتګ وکړي.
همدارنګه د دغو موټرسایکیلونو په مرسته به د ولسوالیو مدیران وکولای شي له بزګرانو، مالدارانو او د سیمې له اوسېدونکو سره نېغ په نېغه اړیکې ټینګې کړي، د عشراو زکات اړوند پوهاوی به زیات کړي او د عشراو زکات محصولاتو راټولولو بهیر به په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
د پکتیا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري، د عشر او زکات آمرین او د ولسوالیو مدیران د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام او د عشراو زکات لوی ریاست له دوامداره ملاتړ او پاملرنې څخه مننه څرګندوي او ډاډ ورکوي، چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه به په مسؤلانه او اغېزمن ډول ګټه پورته کړي، تر څو د عشر او زکات راټولولو او تنظیم بهیر لا پیاوړی او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ډول اسانتیاوې به نه یوازې د کارکوونکو د کاري وړتیاوو او مورال په لوړولو کې مهم رول لري، بلکې د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د چارو د لا چټکتیا لامل به هم وګرځي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS