د فراه دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او د ټیکا ادارې له استازو سره وکتل

mail-admin
Wed, Mar 11 2026 11:14 AM
رئیس زراعت ولایت فراه با نمایندگان اداره غذا و زراعت و اداره تیکا دیدار کرد

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له استازو سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه پر شته ستونزو او ننګونو خبرې اترې وکړې. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د فراه دکرنې رییس مولوي پیر محمد حلیمي په دې ولایت کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې شتنه فرصتونه، ستونزې او ننګونې له یاد پلاوي سره شریکې کړې.
دغه راز د فراه دکرنې رییس وویل، چې پروژې دې د خلکو لومړیتوبونو ته پکتو پلي شي او دغه راز پروژې دې باید د کرنې ریاست په همغږۍ پلي او د پروژو په پلي کولو کې دې کیفیت ته جدي پاملرنه ووشي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» استازو وویل، چې هوډ لري په دې ولایت کې د اوبو مدیریت او وچکالۍ اغېزو کمولو  او دغه راز د زیتونو او عنابو بڼونو جوړولو په برخه کې یوشمېر پروژې پلي کړي.
د ناستې په دوام د فراه دکرنې رییس له دوی سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS