کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Mar 08 2026 12:53 PM
آغاز کمپاین ملی بهاری نهال شانی در ولایت کابل

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
په دغو مراسمو کې د کابل ولایت والي الحاج ملا امین الله عبید، د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محراب الدین بلال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
په پیل کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محراب الدین بلال د نیالګیو کېنولو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هېواد د زرغونتیا او د چاپېریال د ساتنې لپاره د نیالګیو کېنول ډېر مهم دي. نوموړي زیاته کړه، چې د نیالګیو ساتنه او پالنه هم د ټولو ادارو او خلکو ګډ مسؤلیت دی او باید ورته جدي پاملرنه وشي.
ورپسې د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید وویل، چې د چاپېریال ساتنه او د ښار زرغونتیا د ټولو دولتي ادارو او ولسونو ګډ مسؤلیت دی. هغه د کابل له اوسېدونکو وغوښتل، چې د نیالګیو کېنولو تر څنګ د هغوی په ساتنه او پالنه کې هم فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس د نیالګیو کېنولو دیني، چاپېریالي او ټولنیزو ګټو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د زرغونتیا او د سالم چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره باید ټول خلک د نیالګیو کېنولو او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د کابل په بادام‌باغ کې په رسمي ډول پیل شوی و، چې موخه یې د چاپېریال زرغونتیا، د طبیعي سرچینو ساتنه او په هېواد کې د ونو کېنولو فرهنګ پیاوړتیا بلل شوې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS