د خوست اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ژمني تیلو د محلول پاشۍ پروګرام ترسره شو

mail-admin
Thu, Feb 05 2026 1:11 PM
د خوست اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ژمني تیلو د محلول پاشۍ پروګرام ترسره شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري، د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ په بېلابېلو باغونو کې د ژمني تیلو د محلول پاشۍ پروګرام ترسره شو.
ژمني تیل د نباتي افتونو د مخنیوي او کنټرول لپاره کارول کېږي او د ژمي موسم یې د استعمال مناسب وخت دی. د دې محلول پاشۍ له لارې مېوه لرونکې ونې د ژمي له یخنۍ خوندي کېږي او په ونو کې موجود زیان‌رسونکي حشرات له منځه وړل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې ژمني تیل یوازې په هغو ونو کارول کېږي، چې پاڼې یې تویېږي؛ لکه مڼه، زردالو، بادام، الوچه او نورې مېوه لرونکې ونې، او په تل‌شینو ونو کې د استعمال وړ نه دي.
دغه پروګرام د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د بزګرانو د حاصلاتو د ښه والي په موخه تطبیقېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS