د خوست ګربزو کې د هیلو نوی پیل؛ سل کورنیو ته د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Feb 05 2026 10:01 AM
د خوست ګربزو کې د هیلو نوی پیل؛ سل کورنیو ته د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د افغان پرمختیایي موسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ګربزو ولسوالی په لسو  کلیو کې پر سل مستحقو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي او اړوند وسایل ووېشل شول.
یادې مرستې د بوریخېل، ملیف بوریخېل، خړګۍ، ګړم، ګرده مېله، منګله، منګل پوره، نیازی‌خېل، باړای او سرکۍ کلیو مستحقو کورنیو ته ورسېدې، چې موخه یې د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه والی او د عاید بدیلو سرچینو رامنځته کول دي.
په دې وېش کې هرې کورنۍ ته سل  کیلوګرامه د چرګانو خوراکه، درې دانې د دانې لوښي او درې  دانې د اوبو لوښي ورکړل شول. همدارنګه ټاکل شوې ده، چې ان‌شاءالله په راتلونکو څو ورځو کې به یادو کورنیو ته چرګان هم ووېشل شي، تر څو دا پروګرام لا اغېزناک تمام شي.
دا وېش د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ، په منظم او شفاف ډول ترسره شو. د پروګرام اساسي موخه د بې‌وزلو کورنیو د عاید سرچینو پیاوړتیا، د چرګانو د ساتنې اسانتیا، د کورني اقتصاد وده او د غذایي خوندیتوب ښه والی بلل کېږي.
د مرستو د وېش بهیر د افغان پرمختیایي موسسې د استازو، د سیمې د مخورو او د ګټه‌اخیستونکو کورنیو په حضور کې ترسره شو، تر څو د شفافیت، حساب ورکونې او پر وخت د مرستو د رسېدو ډاډ ترلاسه شي.
تمه ده، چې د دې پروګرام له پلي کېدو سره به مستحقې کورنۍ وتوانېږي د چرګانو ساتنه په ښه ډول پر مخ یوسي، د خپلو کورنیو عاید لوړ کړي او د خوړو د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS