راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار بادغیس ولایت ته د کرنې وزیر سفر

qiam_amin
Mon, Feb 02 2026 3:14 PM
راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار بادغیس ولایت ته د کرنې وزیر سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د راستانه شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه، د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د بادغیس ولایت والي ملا محمد حنیف حمزه، د والي مرستیال ملا غوث‌الدین افغان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو پکې ګډون درلود، د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دغه مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې لارښوونې له مخې، په ټول هېواد کې د اړتیا لرونکو کډوالو کورنیو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوې دي او د وېش بهیر یې په منظم ډول په ټولو ولایتونو کې روان دی.

د کرنې وزیر وینا، هرې کډوالې کورنۍ ته پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې ده، تر څو هېواد ته له راستنېدو وروسته د هغوی د معیشتي ستونزو یوه برخه راکمه شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه بهیر په بشپړ شفافیت او نظم سره پلی کېږي.

همداراز د بادغیس د والي مرستیال د کرنې د وزیر او ورسره د مل پلاوي هرکلی وکړ او په دې ولایت کې یې راستانه شویو کډوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ځایي ادارې د هڅو یادونه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د دې بهیر په ترڅ کې به په بادغیس ولایت کې د ۱۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS