لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین رسماً پیل شو

qiam_amin
Thu, Jan 29 2026 10:00 AM
لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین رسماً پیل شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دلغمان دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د لغمان والي قاري بختیار معاذ په حضور کې رسماً پیل شو.

د یاد کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان والي ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، مستوفي شیخ محمد امین او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی و.

د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې سږ کال به په ټول لغمان ولایت کې ۹۷۶ زره ۸۳۶ مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي، چې له دې ډلې څخه تر ۱۸ زره زیات نیالګي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري او پاتې نور د خصوصي قوریو او مؤسسو له خوا کېنول کېږي.

د لغمان یو شمېر اوسېدونکو د هېواد د سرسبزۍ په موخه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې هر څوک دې لږ تر لږه یو نیالګی د ځان او یو د هېواد لپاره کېنوي، تر څو د هېواد ښکلا او شنه فضا لا پراخه شي.

په ورته مهال د لغمان والي قاري بختیار معاذ د نوي کال په پیل کې د نیالګیو له کېنولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې کمپاین په پایله کې به شین لغمان لا سرسبز شي، هېواد به زرغون شي او د اکسیجن په تولید کې به مهم رول ولوبوي. نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د نیالګیو په ساتنه کې جدي هڅې وکړي، تر څو له ضایع کېدو څخه وساتل شي.

د یادونې وړ ده، چې هر کال د پسرلي په موسم کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو د کینولو کمپاینونه تر سره کېږي، تر څو وطن زرغون او طبیعي ښکلاوې یې زیاتې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS