فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

qiam_amin
Tue, Jan 27 2026 11:28 AM
فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هېواد ته د راستانه شویو کډوالو د وضعیت د رسېدنې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د فاریاب ولایت د یو شمېر ځایي چارواکو په حضور کې، د دې ولایت په مرکز میمنې ښار کې ترسره شوه.

په دغو مراسمو کې، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې، هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د راستانه شویو کډوالو په خدمت کې دی او د هغوی ستونزو ته رسېدنه د حکومت له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼي. نوموړي زیاته کړه، چې کډوالو ته د باعزته ژوند د زمینې برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د هېواد ځورېدلي خلک په ارامه فضا کې، په اسانتیا او د راتلونکي په هیله ژوند وکړي او په بېلابېلو برخو کې له اړینو ملاتړونو برخمن شي.

ورپسې، د فاریاب ولایت والي مولوي عبدالاحد فضلي، د لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ او د هغوی حضور یې د دې ولایت د خلکو لپاره د ویاړ او ډاډ لامل وباله، او د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې یې د امارتي ادارو پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې د فاریاب امنیه قوماندان، د استخباراتو رییس، د امارتي ادارو رییسان، او همدارنګه د دې ولایت ملکي او نظامي کارکوونکي هم ګډون درلود.

په پای کې، هرې کډوالې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې او پنځه بوجۍ پنځوس کیلویي، غنم ووېشل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS