د کندهار خاکریز کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو د هګیو چرګان ووېشل شول

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 2:45 PM
د کندهار خاکریز کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) د کندهار خاکریز ولسوالی کې پر ۴۶ بېوزله او اړمنو کورنیو د هګیو چرګان او د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې مرسته کې هري کورنۍ ته ۳ چرګان، ۲۷ د هګیو چرګي، ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکه، ۳ داني د اوبو لوښي او ۳ داني خوري وېشل شوي دي.
د یادې مرستې موخه د بیوزلو کورنیو ملاتړ، کوچني کورنیو اقتصاد راپورته کول، د بیوزلو کورنیو اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې درې اوونې وړاندې د همدې مرستي په لړ کې یادو مالدارانو ته د فارم جوړولو لپاره ودانیز او بنسټیز توکي هم وېشل شوې وې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS