د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 9:37 AM
د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکاري د کندهار دوو ولسوالیو کې پر یو زر ۷۰۰ بزګرانو هر یو بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شوه.
ددې پروسې په لړ کې د دامان ولسوالی زرو کروندګرو او د ښورابک ولسوالی ۷۰۰ بزګران اصلاح شوي دغنمو تخمونه او کیمیاوي سرې تر لاسه کړي دي، چې د یادې مرستي د روڼتیا، عادلانه وېش او وړ بزګرانو د انتخاب لپاره یو کډه کمیټه هم جوړه شوې وه، چې تر نوم لیکني وروسته اوس مهال ورته چمتو شوي مرسته ووېشل شول. 
د مرستي څخه برخمن سویو بزګرانو ته د غنمو تخم وړاندې د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کاروني، اوبو لګولو، نوي میتودونو، په کتاري ډول د غنمو کرنې او ورته نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.
د یادې مرستي څخه موخه په کندهار کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بیوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمي ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې وړاندې هم د یادې مرستي په لړ کې د نوموړي سازمان له لوري د کندهار په پنځو نورو ولسوالیو کې هم ۲ زره ۹۶ تنه بزګرانو ته ورته مرسته د ننداریزو کرنې په موخه وېشل شوې وه، چې بزګران به یې په روان فصل کې په کتاري ډول کرنه ترسره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS