د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Dec 25 2025 1:34 PM
د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې. ا) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار په نېش ولسوالی کې ۷۵ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته ټولټال ۱۴۰ وزې، څارویو خوراکه او لبني توکي ووېشل شول.
د د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، دا مرسته د نېش ولسوالی ۷۵ کورنیو ته په عادلانه او شفاف ډول وېشل شوي دي، چې د مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه وزې، ۲۰۰ کیلو یا څلور پارسله د څارویو لپاره خوراکه او ترڅنګ یې د لبني توکو ۲۸ قلمه بشپړ او معیاري کیټ ورکړل شو.
د دې مرستې موخه د بېوزلو او اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د هغوی د عاید سرچینو پیاوړتیا، د ژوند د اساسي اړتیاوو پوره کول او د بېوزلو کورنیو لاسنیوی کول دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ ، د کندهار په کښته میوند او لوړ میوند ولسوالیو کې هم ۷۵ بیوزلو کورنیو ته ورته مرسته ویشل شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS