دهلمند بولان څېړنیز فارم کې پر بېلا بېلو نباتاتو څېړنې پیل شوې

mail-admin
Sat, Nov 22 2025 3:18 PM
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې پر بېلا بېلو نباتاتو څېړنې پیل شوې

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنیز فارم مدیریت په همکارۍ د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو، صنعتي نباتاتو او مېوو په برخه کې د څېړنو او آزمایښتي کښتونو لړۍ په پراخ ډول پيل شوې ده.
دغه علمي تجربې د دې لپاره ترسره کېږي، چې د سیمه‌ییز اقلیم او خاورو سره برابر لوړحاصل لرونکي نباتات وپېژندل شي او د راتلونکو کرنیزو پروګرامونو لپاره علمي لارښوونې برابرې شي.
په یادو څېړنو کې د نباتاتو اصلاح په برخه کې بېلابېلې څېړنیزې کروندې جوړې شوې دي، چې موخه یې د نړۍوالو ورایتیو ارزونه، د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت مطالعه، د چاپېریال سره د ورایتیو د تطابق کچه معلومول، او د پرمختللو ورایتیو حاصل او مقاومت ارزول دي.
دغه ټولې تجربې د کرنیزو پایلو د ښه والي په موخه د ځانګړو سیتونو په بڼه عملي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS