دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

mail-admin
Wed, Nov 12 2025 3:30 PM
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو تجربو، هستوي او مورني تخمونو د تولید چاري رسماً پیل کړې.
د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او د باثباته تخم تولید په موخه، د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت له لوري د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو لپاره لس  ۱۰ سیټه د غنمو تجربه‌يي قطعاتو څخه د شاوخوا ۱۷.۳ ټنه د غنمو مورني تخم تولید پلان هدف ټاکل شوی، چې د یاد مدیریت له‌خوا به په بشپړ ډول تطبیقېږي.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادو تجربوي قطعو لومړنۍ کرنه ترسره شوه، چې په دې سره د غنمو د علمي څېړنو نوې پړاو پیل شو.
په همدې ډول، په یاد فارم کې د جوارو پنځه سیټه تجربو لپاره د معلوماتو راټولول، رفع حاصل او د جوارو د مورني تخم د راټولولو چارې هم دوام لري، څو د راتلونکو فصلونو لپاره معیاري او لوړ حاصلات لرونکي تخمونه تولید شي.
دیاد فارم چارواکي وايي، چې د دغو تجربو پایلې به د هلمند بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې د علمي لارښوونو او ښه حاصل تر لاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS