د پکتیکا یحیی خېل ولسوالی کې د کچالو د صفرانرژۍ خونو رغنیزې چارې وڅېړل شوې

mail-admin
Mon, Oct 20 2025 11:40 AM
د پکتیکا یحیی خېل ولسوالی کې د کچالو د صفرانرژۍ خونو رغنیزې چارې وڅېړل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم د یحیی خېل ولسوالی د کچالو د صفر انرژۍ خونو د جوړېدو چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې لپاره له یادې پروژې څخه لیدنه وکړه.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر محمد رازق «رسولي» د ترویج او پراختیا مدیر انجینر ارشاد احمد «همکار» او انجینر روح‌الله «ستانکزی» د یحیی خېل ولسوالی کاری ساحې ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه د کچالو د صفرانرژۍ خونو د جوړېدو د چارو د کیفیت ارزونه او د کار د پرمختګ څارنه وه. د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت له مسئولینو سره د کار د وضعیت په اړه خبرې وشوې، د چارو منظم‌والی وڅېړل شو، او یاد شرکت ته هغه لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې، چې د کار د کیفیت په لوړولو کې مرسته کوي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وايي، دغه پروژه به د سیمې بزګرانو لپاره د کچالو د ساتنې او د حاصل د ضایع کېدو په مخنیوي کې مهمه ونډه ولري.


بررسی روند کار ساخت ذخیره خانه کچالو با سیستم صفر انرژی در ولسوالی یحیی‌خیل پکتیکا
۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
تیم تخنیکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا از روند پیشرفت و کیفیت کار پروژه ساخت ذخیره خانه کچالو با سیستم صفر انرژی در ولسوالی یحیی‌خیل این ولایت بازدید نمود.
انجینر محمد رازق رسولی آمر امور زراعتی، انجینر ارشاد احمد همکار مدیر ترویج و توسعه، و انجینر روح‌الله ستانکزی از ریاست زراعت پکتیکا به ساحه کاری ولسوالی یحیی‌خیل سفر کردند.
هدف از این سفر، بررسی کیفیت ساخت ذخیره خانه کچالو با سیستم صفر انرژی و نظارت بر پیشرفت کار بود. در جریان بازدید، با مسئولان شرکت قراردادی درباره وضعیت کاری گفتگو شد، نظم کاری ارزیابی گردید و رهنمودهای تخنیکی لازم برای بهبود کیفیت کار به آنان ارائه شد.
مسئولان ریاست زراعت ولایت پکتیکا می‌گویند که این پروژه نقش مهمی در نگهداری کچالو و جلوگیری از ضایع شدن حاصلات دهقانان این منطقه خواهد داشت.ش

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS