مخابراتي شرکتونو څخه د پرونو راټولولو له لارې د عوایدو زیاتوالي په پار د کرنې وزارت هڅې

mail-admin
Sun, Oct 12 2025 9:18 AM
تلاش وزارت زراعت برای افزایش عواید از طریق جمع آوری مقروضیت شرکت‌های مخابراتی

۲۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معینیت په نوښت، د افغانستان بې‌سیم، اټوما، اتصالات، روشن او سلام مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه. د دې ناستې موخه د شرکتونو د پورونو د ورکړې بهیر ارزونه او د کرنې وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه، څو د امارت عواید لا زیات شي.
د کرنې وزارت مسؤلینو په دې ناسته کې د مخابراتي شرکتونو له‌خوا د دولتي ځمکو د کرایې منظم تادیې اهمیت ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، چې د کرایې پر وخت ورکړه د اقتصادي ودې، د پراختیایي پروګرامونو د ملاتړ او د کرنیزو خدمتونو د تأمین په برخه کې مهم رول لري.
د مخابراتي شرکتونو استازو د کرنې وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ژر به خپل پورونه تصفیه کړي او د افغانستان اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
باید وویل شی، چې مخابراتي شرکتونه هر کال د خپلو انتنونو د نصبولو په بدل کې، چې په امارتي ځمکو کې ځای پر ځای شوي، دولت ته د ځمکې کرایه ورکوي، او د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د ښه همغږۍ او تفاهم له لارې د دغو کرایو د منظم تادیې بهیر لا اغېزمن کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS