کرنې وزارت کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په پار غونډه دایره شوه 

mail-admin
Sun, Oct 12 2025 9:10 AM
کرنې وزارت کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په پار غونډه دایره شوه 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دې پروګرام د تخنیکي کمېټې د غړو، رییسانو او سلاکارانو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې، د پلان او پالیسۍ رییس سید خالد صاحب‌زاده  د کرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پنځه کلن پلان د موخو او جزییاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د پروګرام د لا اغېزمن تطبیق او بډاینې په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.
وروسته د پلان جوړونې برخې متخصصینو د ملي ستراتیژۍ د منځپانګې په اړه پرزینټېشنونه وړاندې کړل. له دې وروسته، ګډونوالو د څېړنې، ترویج، اوبو لګولو، زیربناوو، سړو خونو، سیلوګانو، زېرمه تونونو، بڼوالۍ او د کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پنځه کلنې ملي پراختیا ستراتیژي د ۱۴۰۵ څخه تر ۱۴۰۹ هجري لمریز کلونو پورې په بېلابېلو برخو کې تدوین شوې او تمه ده، چې له راتلونکي کال څخه د هېواد د کرنیزې ځان بسیاینې د موخو د ترلاسه کولو لپاره عملي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS