خوست کې د ګرمو اوبو د کبانو فارم جوړ شوی

mail-admin
Mon, Oct 06 2025 10:27 AM
خوست کې د ګرمو اوبو د کبانو فارم جوړ شوی

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خوست ولایت په شمل باغ سیمه کې دګرمو اوبو د کبانو تکثیري، ترویجي، خدماتي، روزنیز او ننداریز فارم جوړ کړی دی.
یاد فارم په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړه شوې، چې دکبانو د یو میلیون بچیو د روزنې او د کال په اوږدو کې د ۱۰ ټنه کبانو د غوښې د تولید ظرفیت لري. دا فارم څلور نیم‌جریبه خاورین حوضونه، د هچري یوه خونه، اته‌خونیز اداري تعمیر، دوه سمنټي حوضونه چې د ۳۰۰ او ۱۵۰ متره مربع په اندازه دي، د اوبو رسولو کانال، د اوبو زېرمه او ژوره څاه لري.
د فارم ټول لګښت شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د ودانیو په جوړولو، اړینو تجهیزاتو په نصب او پېرلو، د کبانو د بچیو، مورني کبانو او د هغوی د خوراک په برابرولو لګول شوی دی او ټاکل شوې ده، چې یاد فارم ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړي.
د دغه فارم د جوړولو بودیجه د کرنې وزارت د الوتونکو او اقتصادي حشراتو د ترویج ریاست د پراختیایي پروژې له لارې تأمینه شوې ده.


اعمار فارم ماهی گرم آبی در خوست
۱۴میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فارم ماهی تکثیری، ترویجی، خدماتی، آموزشی و نمایشی ماهیان گرم آبی را در باغ شمل ولایت خوست اعمار کرده است.
این فارم در ساحه ۱۲ جریب زمین با ظرفیت یک میلیون چوچه ماهی و تولید ۱۰ تُن گوشت ماهی در یک سال احداث گردیده است. فارم یادشده شامل ۴ باب حوض خاکی نیم‌جریبه، یک باب اطاق هچری، تعمیر اداری ۸ اطاقه، ۲ باب حوض سمنتی به مساحت ۳۰۰ و ۱۵۰ متر مربع، کانال آبرسانی پخته‌کاری شده، ذخیره آب و چاه عمیق می‌باشد.
هزینه مجموعی این فارم حدود ۱۷ میلیون افغانی است که در بخش اعمار ساختمان‌ها، نصب و خریداری تجهیزات مورد نیاز، چوچه ماهی، ماهیان مادری و خوراک آن مصرف گردیده و قرار است به زودی به فعالیت آغاز کند.
بودجه اعمار این فارم از پروژه انکشافی ریاست ترویج طیور و حشرات اقتصادی وزارت زراعت تأمین شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS