کندوز کې د خټکیو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي 

mail-admin
Mon, Sep 15 2025 8:39 AM
کندوز کې د خټکیو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي 

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې له ۵ زره او ۶۷۴ هکتاره للمي او اوبیزو ځمکو څخه ۱۰۹ زره او ۲۲۴ متریک ټنه خټکي راټوله شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
چارواکي وايي، چې مناسبه زېرمه کول او بازار موندنه، په ځانګړې توګه د صادراتو په سکتور کې، د دې محصول د اقتصادي ارزښت په لوړولو کې مهم رول لوبوي.
د کندز کروندګر هم د خټکیو د حاصلاتو د زیاتوالي په اړه خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید د دوی د محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي، څو د ښه او مناسبې بیې په بدل کې وپلورل شي.
کندز د «خربوزې ښار» په نوم پېژندل کېږي او د دې مېوې بېلابېلې نوعې پکې کرل او ترویج کېږي. له هغو څخه مشهوره یې عسقلاني، ارکاني، زرمتي، جین‌تور، قندک، اندلک، اله‌پوچاق، برگني سبزمغز او غازي‌خاني دي. د دغو ډولونو له ډلې، عسقلاني او غازي‌خاني زیات شهرت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS