هلمند ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر 

mail-admin
Sat, Sep 13 2025 2:40 PM

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات  د تنظیم لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د خپل کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت کې د عشر چارې له نږدې وارزولې.
په پیل کې نوموړي د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییسس مولوي نیازمحمد وهاج سره د هغه په دفتر کې وکتل او د خپل سفر موخه یې شریکه کړه.
وروسته په ځانګړې ناسته کې چې پکې د هلمند د عشر د تنظیم آمر قاري مولوي بشیراحمد حمدالله، د عشر او زکات د محاسبې آمر مولوي نورمحمد محمدي، د مرکز او ولسوالیو د عشر مسؤلینو او عاملینو ګډون درلود، د عشر د تنظیم رییس د عشر او زکات پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د عامو خلکو سره ښه چلند ولري او د عشر چارې په ښه ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د عاشرینو او عاملینو د ټاکنې پر مهال دې مخلص او پر تقوا ولاړ اشخاص وګمارل شي.
مولوي ندامحمد عابد دغه راز مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د راپورونو په ترتیب او تنظیم کې دقت وکړي. هغه د عشر او زکات چارې دروند مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې د دې چارو په ښائسته ډول پرمخ وړل د ولس د باور او رضایت لامل ګرځي.
د سفر پر مهال نوموړي د هلمند ولایت د عشر او زکات چارو د بهیر څارنه وکړه او د دې ولایت چارې یې تر دې دمه د ستاینې وړ وبللې. همدارنګه یې د مسؤلینو او عاملینو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.


سفر رئیس عمومی تنظیم عشر به ولایت هلمند
۲۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس عمومی تنظیم عشر و زکات  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مولوی ندامحمد عابد در جریان سفر کاری‌اش، از روند امور جمع آوری  عشر و زکات  در ولایت هلمند دیدار و بررسی نمود.
در آغاز، وی با رئیس زراعت، آبیاری و مالداری هلمند مولوی نیازمحمد وهاج در دفترش ملاقات کرد و هدف سفر خود را با او در میان گذاشت.
سپس در نشست ویژه‌ای که با حضور آمر تنظیم عشر هلمند قاری مولوی بشیراحمد حمدالله، آمر محاسبه عشر و زکات مولوی نورمحمد محمدی، و همچنین مسئولان و عاملان عشر مرکز و ولسوالی‌ها برگزار شد، رئیس تنظیم عشر درباره اهمیت عشر و زکات به تفصیل صحبت کرد.
او به اشتراک‌کنندگان توصیه نمود که با مردم رفتار نیکو داشته باشند و امور عشر را به گونه شایسته انجام دهند. همچنین تأکید کرد که در تعیین عاشرین و عاملین، افراد مخلص و متقی گماشته شوند.
مولوی ندامحمد عابد علاوه بر این، مسئولان را هدایت کرد که از بزرگان خود اطاعت نمایند و در ترتیب و تنظیم گزارش‌ها دقت لازم را داشته باشند. او امور عشر و زکات را مسئولیتی سنگین خواند و افزود که اجرای درست و نیکوی این امور سبب جلب اعتماد و رضایت مردم می‌شود.
در جریان این سفر، وی از روند امور عشر و زکات در ولایت هلمند نظارت به عمل آورد و آن را تا کنون قابل ستایش دانست. همچنان مشکلات مسئولان و عاملان را استماع کرد و اطمینان داد که در حل آن‌ها همکاری همه‌جانبه خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS